په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

اتمر: ايران اوس له لويديځ سره تربگني په افغانستان کې پالي

د افغانستان د کورنيو چارو مخکيني وزير او د سياسي چارو شننونکي حنيف اتمر په تاجکستان کې د ايراني ولسمشر پر څرگندونو وويل چې تهران اوس نورې تربگنۍ د افغانانو په کور کې کوي.

ایراني ولسمشر محمود احمدي نژاد په تاجک پلازمېنه دوشنبه کې ویلي و چې په سیمه کې د ناټو او غړو هېوادونو "پراختيايي تګلاره" د افغانستان د شخړې اصلي لامل ګرځېدلی دی

ولسمشر احمدي نژاد ادعا وکړه : "تر هغه چې دا تګلاره وي، په اساسي توګه د حالاتو ښه کېدل ستونزمن دي."