په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

تاجکستان کې ولسمشران پر اقتصادي مسایلو غږېږي

د تاجکستان پلازمېنه دوشنبه کې د افغانستان لپاره د سیمه ییزو اقتصادي همکاریو د کنفرانس په لړ کې د افغانستان پر اقتصادي مرستو خبرې کېږي.

په دې کنفرانس کې د افغانستان ګاونډي هېوادونه او ځینې نړیوال سازمانونه ګډون لري.

د افغانستان حکومت هیله ښيي چې په دې ناسته کې به د سیمه ییزې اقتصادي همکارۍ په ډېرېدو خبرې وشي.

د ریکا په نامه تر دې وړاندې دا ډول غونډې په کابل، اسلام اباد، نوي ډيلي او استانبول کې جوړې شوې دي.