په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

۹۰ افغان پولیس مصر کې مسلکي زده کړه کوي

د افغانستان د کورنيو چارو وزارت وايي چې ٩٠ تنه ملي پوليس د مسلکي زده کړو لپاره مصر ته ورسيدل.

چارواکي وايي چې د کال تر پايه به ددغه بهير په ترڅ کې څلور سوه او پنځوس تنه نور افغان پوليس هم ياد شوي هيواد ته واستول شي.

د کورنيو چارو وزارت وايي چې تللي پوليس به د يوې مياشتې لپاره د همغږو او انټر نيټي جرمونو په برخه کې زده کړه کوي سربيره پر دې به يو شمير پوليسو ته د زندانونو او زندانيانو د ساتنې زده کړه ورکړل شي.

مصر ته د افغان ملي پوليسو د ليږلو بهير داسې مهال پيليږي چې پنځه سوه تنه افغان پوليس په ترکيه کې تر شپږ مياشتنۍ زده کړې وروسته تيره مياشت بيرته افغانستان ته ستانه شول.

مصطفى سالک له کابله راپور راکوي: