په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

اسامه پنځو کورونو کې اوسېدلی

د القاعدې شبکې د وژل شوي مشر اسامه بن لادن ښځې پاکستان کې پلټونکو ته ویلي، چې په ۲۰۰۱ کال کې پرطالبانو د امریکا تر برید وروسته اسامه پاکستان ته تښتېدلی و او په پنځو کورونو کې اوسېدلی دی.

د اسامه بن لادن کشرې ښځې امل احمد عبدالفتاح دوه بچیان د پاکستان په یوه حکومتي روغتون کې زیږېدلي شوي وو.