په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

د هالند سره د افغانستان پر دوهمې لوبې د ريس احمدزي څرګندونې

د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې د ٢٠١٥ کال يو ورځينو نړيوالوو اتلوليو ته د غوراوي په لوبو کې چې د متحدو اماراتو په شارجه کې وشوې، هالنډ ته د پنځو لوبغاړو په سوځېدو ماتې ورکړه.

د همدغو سياليو په تېره لوبه کې افغانستان له هالنډ نه مات شوى و.

د غوراوي په دغو لوبو کې چې له تېر کاله پيل شوي د افغانستان په گډون اته لوبډلې گډون کوي او هره ډله به له بل سره دوه لوبې کوي.

افغانستان تر اوسه د خپلو شپږو لوبو نمايي گټلي او نړيوالو سياليو ته به يې د وتلو يا نه وتلو چانس د پاتې اتو لوبو تر بشپړېدو وروسته څرگند شي.

ددې اتو لوبډلو له کتاره به يوازې دوه د سر سر لوبې نړيوالو سياليو ته د وتلو امکان تر لاسه کړي.

سملاسي افغانستان د اتو سيالو ډلو: ايرلنډ، سکاتلنډ ، متحدو عربي اماراتو، هالنډ، کېنيا او نامېبيا په کتار کې پنځم ځاى لري.

د افغانستان بله لوبه د ۲۰۱۲ په جولاى کې له آيرلند سره ده چې په هغه هېواد کې ترسره کېږي.

د شارجې د ننۍ لوبې په اړه په کابل کې د افغان کرکټ له سرگوماروونکي رييس احمدزی داسې څرګندونې لري.