په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

په خيبر کې څه له پاسه ۱۰۰۰۰۰ تنه بې ځايه شوي دي

له پښتونخوا نه خبرونه وايي چې د پروسږني تاوتريخوالى له لاسه په خيبر کې څه له پاسه سل زره تنه بې ځايه شوي دي.

د کډوالو لپاره دملگرو ملتو ټولنې، يو اېن اېچ سي آر په خپل نوي خپاره شوي رپوټ کې د بې ځايه شويو شمېر پېښور ته نژدې په يوه کمپ کې ٦٠ زره ښودلى دى.

په بې ځايه شويو کې ډېرئ ښځې او کوچنيان راځي.

د امنيتي ځواکونو او اورپکو ترمنځ روانو نښتو د سيمې اقتصاد ته هم کلک زيان اړولى دى.

په خيبر کې مې له ځايي خبريال ولي خان شينواري نه وپوښتل چې دا کسان ډېر له کومو ځايونو وتلي او چېرې تللي دي؟