په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

بلخ کې شخصي روغتونونه ډېرې پیسې اخلي

د افغانستان په شمال مزار شریف کې یو شمېر کسان وايي چې دغلته خصوصي روغتونو په درملنه له دوی زیاتې پیسې اخلي. ددغو روغتونو مسؤولین بیا وایي چې دوی نوي او پرمختللي طبي وسایل کاروي چې ډېره پانګه یې پرې لګولې ده.

د شمال زون د عامې روغتیا مسؤولین وایي چې ازاد بازار ته په کتو دوی ځانکړی فیس نشي ټاکلی خو خدمات څارلی شي.