په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

مرستندوی: بلوچستان کې ډير افغان ماشومان بندیان دي

په بلوچستان کې چارواکي وايي، چې د دغه ايالت په بېلابېلو زندانانو کې ډيری افغان ماشومان، چې عمرونه يې تر ۱۸ کالو کم دي، د بند شپې ورځې تېروي.

په بلوچستان ایالت کې د ماشومانو د ساتلود سحرپه نامه يوې مرستندویه ټولنې مشر عبدالودود وايي چی د کوټې په زندانونو کې اوس هم په لسگونه افغان ماشومان بنديان دي.

ښاغلی ودود دغه ماشومان دو ډوله بولي.

یوھغه ماشومان دي چې په ناقانونه توگه د پاکستان له لارې ایران ته د تلو پرمهال نیول شوي اوبل ھغه ډوله ده چې په بیلابیلو جرمونو تورن دي.

په ناقانونه توګه نیول شوي ماشومان په ۱۵ ورځو کې دننه بیرته افغانستان ته استول کيږي.

او ويل کيږي چې په نوروجرمونو تورنو افغانو ماشومانو سرہ هم پاکستاني کوچنيانو ته ورته چلند کيږي.

د سحر دادارې مشر داخبرہ نن په کوټه کې د بي بي سي له همکارایوب ترین سرہ په یوہ مرکه کې کړې ده.

ایوب ترین له ښاغلي ودود څخه پوښتنه کړې چې د کوټې په زندانوکې بند افغان ماشومان په کومو جرمونو بنديان شوي دي؟