په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

د بي بي سي د رونیزو پروګرامونو پروژه خپلواکه شوه

د افغانستان لپاره د بي بي سي د رونیزو پروګرامونو پروژه ۱۸ کالو وروسته له بي بي سي جلا او خپلواکه شوه.

په کابل کې د بي بي سي روزنيزې پروژې اعلان کړى چې د اپريل له اولې نیټې خپلواکه ده او په افغانستان کې به د يوې نا حکومتي هغې په توگه د “افغانستان د تعليمې پوروژې” په نامه خپلې چارې سرته رسوي .

د دغې ادارې چارواکو وويل، اوس يې په خپلواک ډول ددغې پروژې د پرمخ بيولو وړتيا ترلاسه کړې ده .

دغه پروژه له نن نه اتلس کاله وړاندې په پيښور کې پيل شوه او له تيرو لسو کالو راهيسې په کابل کې د بي بي سي راډيو لپاره د نوي کور او نوي ژوند د ډرامو تر څنگ نورې راډيويي خپرونې هم جوړوي.

روزنیزو پروګرامواو ډرامو پرله پسې لړۍ دغه پروژه مشهوره او ډير اوريدونکي يې پر يې را مات کړل.

په دې اړه د محمود کوچي له رپوټ د ېوې نندارې له غږ سره پيليږي.