د هنګري ولسمشر د ادبي غلا له کبله استعفا وکړه

د هنګري ولسمشر پال شمیت وروسته له هغه استعفا وکړه، چې پرې تورې پورې شو، چې د خپلې دوکتورا په اسنادو کې یې ادبي غلا کړې ده.

یوې څیړنې ښوولې، چې د هغه د دوکتورا رساله تر ډېره د دوو نورو کسانو له کاره کاپي شوې ده.

خو ښاغلي شمیت له نورو نقل کول رد کړي دي.

هغه پارلمان ته وویل، چې له خپلې څوکۍ، چې تر ډېره تشریفاتي بڼه لري، لرې کېږي، ځکه د ده په وینا د یووالي پر ځای به د نفاق په يوه سمبول بدل شي.