په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

پېلوځی: نارنج ګل مشاعره، د عربي ادب نړیواله جایزه

د دې اوونۍ پیلوځي کي؛

د انځور حقوق bbc
Image caption کتاب د ۱۸۶۰ کال له پېښو پیلږي، بیروت له کورنۍ جګړې سره لاس اوګریوان دی او د دروز له جنیګالیو سره یوه مسیحي هګۍ پلورونکی بلګراد ته تبعید کېږي.

د عربي ناول نړیواله جایزه لبناني لیکوال وګټله، په ننګرهار کې د نارنج ګل پسرلنۍ مشاعره تر سره شوه، په هلمند کې پوځي حالات د ناپېيلي خبریال له سترګو او په لندن کې د ژبپوه ډاکتر مجاور احمد زیار د ستاینغونډې حال درکوو.

د عربي ناول د ۲۰۱۲ م کال نړیواله جایزه لبناني لیکوال ربي جابر وګټله. د ده ناول د بلګراد دروز نومیږي او تاریخي داستان لیکنې په بڼه لیکل شوی دی.

کتاب د ۱۸۶۰ کال له پيښو پیلږي، بیروت له کورنۍ جګړې سره لاس اوګریوان دی او د دروز له جنیګالیو سره یوه مسیحي هګۍ پلورونکی بلګراد ته تبعید کیږي.

هلته دی د ژباړونکي د ناسمې ژباړې په نیتجه کې ۱۲ کاله بندي کیږي او ځورول کیږي. دا ناول د انسان هغه احساس انځوروي چې د وخت په بیلا بیلو پړاوونو کې ور سره مخامخ کیږي.

تردې بد دښمن، دا د ژورنالیست بن اندرسن نوی چاپ شوی کتاب دی چې د افغانستان په هلمند او کندهارکې د امریکاییانو د جګړې ډېر جزیات ورکوي.

ښاغلی اندرسن د څو میاشتو لپاره په کندهار او هلنمد کې له امریکاییانو او برتانویانو سره وو او هلته یې د جګړې رښېتونی انځور پدې کتاب کې ورکړی دی.

په کتاب کې له وړو کوماندانانو نیولې بیا په افغانستان کې د امریکا د لوړ پوړي کوماندان، جنرال پیترایسه پورې کسانو سره مرکې شوې دي او په ډګر کې ريښتونی انځور او سیاسي لفاضۍ چې تل سر نه سره خوري، راغلي دي.

د نورو کلونو په څېر د پسرلي په دې ګلورینو شېبو کې په ننګرهار کې د نارنج ګل دوديزه ميله او مشاعره جوړه شوې وه چې ګڼو شاعرانو او د شعر مينه والو په کې ګډون کړى وو.

په مشاعره کې شاعرانو له احساساتو ډک شعرونه ولوستل چې نيوکې او انتقادونه هم په کې وو.

په دې وروستیو کې د افغانستان په بیلا بیلو ولایتونو کې ورته شان مشاعرې جوړيږي چې شاعران په همدې پلمه له یوبل سره ګوري.

د نارنج ګل ترڅنګ د بادام ګل، شیندي ګل، ریدی ګل، انارګل، نښترګل، مڼې ګل او نورې مشاعرې دود شوې دي، خو د نارنج ګل مشاعره د نورو کلونو په څېر منظمه او توده نه وه او هغسې چې تمه کېدله زیات شاعران او د شعر مینه وال هم نه وو ورغلي.

بل لورته ځینو شعرونو د شعارونو بڼه خپله کړې وه. پر همدې موضوع د بحث لپاره له لیکوال او څیړونکي اصف صمیم سره مرکه شته.

په لندن کې لسګونه لیکوال، شاعران او د ژبپوه او څیړونکي ډاکټر مجاور احمد زیار مینه وال هغې غونډې ته ورغلي وو چې د ښاغلي زیار ادبي زیار ته ځانګړې شوې وه. غونډه په لندن کې دریو جرګګیو رابللې وه