په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

کابل کې د چاپيريال د ککړتيا د مالومولو دستګاه و لگول شوه

د افغانستان د چاپيريال ساتنې اداره د دغه هيواد په بيلابيلو ولايتونو په تيره بيا په پلازمينه کابل کې د چاپيريال په ککړتيا انديښنې په داگه کړي دي.

دغې ادارې په دې وروستيو کې داسې يوه دستگاه په کابل کې لگولې چې پر مټ يې د کابل د چاپيريال ککړتيا مالومولى شي.

په کابل کې د دغې ادارې يو چارواکی عبدالولي مدقق وايي چې له يوې خوا شنې ونې او بوټي له منځه تللي او له بله خوا د سړکونو خرابوالي دغلته هوا ډيره ککړه کړيده.