په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

د پاکستاني سرتيرو د ژغورنې هڅې روانې دي

پاکستان د دويمې ورځې لپاره هڅې کوي خپل لسګونه پوځيان وژغوري چې د هماليا په غرنيو سيمو کې واورو لاندې کړي.

تر اوسه د هېچا د ژوندي را ايستلو خبر نه دى ورکړ شوى.

د پاکستاني پوځ يوه جگپوړي افسر دا عمليات له وخت سره سيالي وبلله، خو تر اوږدو ساعتونو وروسته لا تر اوسه د لاندې شويو پوځيانو د مړي يا ژوندي نښه نشته.