په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

ايا يوازې پوهنتوني زده کړې ښۀ راتلونکي باوري کوي؟

د افغانستان د پوهنې وزارت وايي د دوولسمو ټولگيو هغو ۷۰ زره فارغانو ته به د نيمه لوړو زده کړو په موسسو کې د زده کړو زمينې برابرې کړي چې د کانکور په ازموينه کې پاتې راغلي دي.

تېر کال د دوولسمو ټولگيو شاوخوا ۱۶۰ زره فارغانو د کانکور په ازموينه کې برخه اخيستې وه چې له ډلې يې يوازې ۴۰ زره یې پوهنتونونو ته لار موندلې ده.

حکومت دا پرېکړه په داسې حال کې کړې ده چې خپله د کانکور د پروسې په شفافيت هم نيوکې شوې دي.

د دې اوونۍ ستاسې غږ کې په دې موضوع خبرې وشوې چې ايا يواځې پوهنتوني زده کړې ځوانانو او پيغلو لپاره ښه راتلونکې باوري کوى شي؟