په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

باميانيانو د بريښنا د نشتوالي په اعتراض کې لاريون وکړ

لسگونه باميانيانو د بريښنا د نشتوالي په اعتراض کې لاريون وکړ .او په ترڅ کې يې هغه ستر لاټين هم له هغه ولايته د افغانستان ملي شورا ته وليږداوه چې د ولسي استازو پر مټ د امريکا سفارت ته ولېږدول شي.

د افغانستان د مرکزي ولايت باميانو نه راغليو لسگونو کسانو که څه هم په لاريون کې له شعارونو ورکولو نه ډډه کوله، خو د اعتراض په ډول يې هغه ستر لاټين له ځانه سره لېږدولو چې په هغه ولايت کې يې د بريښنا د نشتوالي څرگندونه يې کوله.