په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

پوتين ناټو ته د ترانزيتي لار د ورکړې دفاع وکړه

تېره مياشت په دريم ځل د روسيې د ولسشمر په توگه ټاکل شوي ولادمير پوتين دوما د روسيې ولسي جرگې ته په وينا کې د افغانستان ثبات خپله ملي گټه وبلله.

روسي استازي په خپله خاوره ناټو ته د يوې ترانزيتي لارې په ورکړه اندېښمن دي. ناټو غواړي چې په روسيه کې يو هوايي ډگر ولري چې افغانستان ته د سامان الاتو د ليږد راليږد لپاره ترې کار واخلي.