په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

"له جنگ ځپلو سيمو د بودجې اخيستل به لوى ظلم وي"

افغانستان د نړۍ له خورا بېوزليو هېوادونو شمېرل کېږي، چې د خلکو د ژوند کچه په کې د ګاونډيو هېوادونو په پرتله خورا ټيټه ده.

افغان چارواکي وايي پرمختيايي بوديجې ډېره برخه پر بهرنيو بسپنو ولاړه ده.

د افغانستان ماليې وزير وايي د کلنۍ بوديجې اختيارې برخه يې شاوخوا ۳۰۰ مليون ډالره کېږي، خو د اړتياوو غوښتنې ترې د مليارډو ډالرو کېږي.

له عمر زاخېلوال څخه امان الله عمران پوښتلي چې له ولايوتونو سره د بودېجې ټاکنو کې توپيري چلند کېږي؟