ستاسې غږ: د نوي ولسي پوليسو اړتيا او اهميت

د خپريدو وخت: 12:05 گرینویچ - چارشنبه 11 اپریل 2012 - 23 وری 1391

د ستاسې غږ خپرونه هر پنجشنبه زموږ په ماښامنۍ خپرونه کې خپريږي.

د افغانستان د کورنيو چاررو په وزارت کې د ولس او پوليسو ترمنځ د نژدې اړيکو په هدف د ولسي پوليسو يو نوى سکرتريت پرانستل شوى دى چې د چارواکو په وينا ټولو ولسواليو ته به يې څانگې غځول کيږي.

دا ولسي پوليس به د ځايي دفترونو نه علاوه ګرځنده ډلې هم لري چې د کورنيو چارو د وزارت د وينا له مخې " په مخامخ ډول د خلکو غوښتنو ته ځواب وایي".

د دې ولسي پوليسو د نوي جوړښت اعلان په داسې وخت کې کيږي چې له وړاندې نه خپله د افغانستان په ملي پوليسو نيوکې زياتې دي او تور لگول کيږي چې په بيلابيلو سيمو کې يو شمير پوليس په اداري فساد کې هم لاس لري.

د دې اونۍ ستاسې غږ کې په دې غږيږو چې تاسې اورېدونکي د حکومت دې گام ته څنگه گورئ؟

ايا د دې اړتيا وه؟ او دا گام د افغانستان په امنيتي ځواک د خلکو باور کې څومره مرسته کولى شي؟

که په دې اړه د ستاسې غږ په خپرونې کې برخه اخيستل غواړئ د پنجشنبې د ماښامنۍ خپرونې پر مهال ما عنايت الحق ياسينى ته په ٠٠٤۴۲۰۷۸۳۶۰۳۳۱ زنگ راووهئ يا هم Pashto@bbc.co.uk ته خپل نظرونه راولېږئ.

Virtual keyboard

له موږ سره اړيکه ټينگه کړئ

* اړينې برخې په نخښه کوي

په دې اړه نور مطالب

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .