په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

استراليا له افغانستان سره ستراتيژيک تړون غواړي

افغان چارواکي وايي استراليا غواړي چې له افغانستان سره د اوږدمهالو اړيکو ستراتيزيک تړون لاسليک کړي.

په دغه تړون کې له افغانستان سره د افغان چارواکو په وينا له دوامدارو سياسي، پوځي او اقتصادي مرستو سره سره د کډوالو موضوع هم شامله ده.

په دې وروستيو کلونو کې له افغانستان څخه استراليا ته د تلونکو کډوالو په برخه کې استراليايي چارواکي ډيره ناخوښي ښيي او په کور دننه ورته د يوې ستونزې په توگه دا موضوع ټوکېدلې ده.

له افغانستان سره د ستراتيزيکو اړيکو د تړون يو متن استراليايي چارواکو د افغانستان د بهرنيو چارو وزارت ته د مطالعې لپاره سپارلى دى.

دواړه هيوادونه غواړي چې دغه تړون د راتلونکې ميلادي مياشتې د ناټو سرمشريزې پر وخت چمتو او لاسليک شي.

د ناټو سرمشريزه د مۍ په ١٩ مه نېټه د متحدو ايالاتو د شيکاگو په ښار کې ترسره کيدونکې ده.

د افغانستان د بهرنيو چارو د وزارت وياند جانان موسى زي د بي بي سي سهارنۍ خپرونې ته له استراليا سره د ستراتيژيک تړون پر جزيياتو خبرې وکړې.