په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

کندهار کې ويساک ولمانځل شو

د افغانستان د کندهار په ولايت کې په سلگونو هندوان او سيکان اوسيږي او وايي دغلته له تيرو درو سوو کلونو راهيسته استوگن دي.

د دوى ډير خپل خپلوان د تنظيمي جگړو او ورپسې د طالبانو د واکمنۍ پر وخت له خپلو مېنو ووتل.

اوس بيرته ورو ورو ځينې پر ځاى کيږي او خپلې دوديزې ميلې کوي.

د ويساک سږنى جشن يې د ځايي خلکو په وينا تر نور کله يو څه پيکه و خو بيا پيليدا يې د دغه ښار هندوانو او سيکانو ته تر زيري کم نه دى.