په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

د بې ځایه شوو افغان ماشومانو د عکاسۍ نندارتون

په کابل کې د لومړ ځل لپاره د بې ځايه شويو کډوالو ماشومانو د عکسونو نندارتون پرانستل شو.

يو شمير نړيوالو او کورنيو بنسټونو دغو ماشومانو ته اسانيتا برابره کړې وه چې په خپل چاپيريال کې يې څه خوښيږي د هغو عکسونه واخلي.

د نندارتون سنبالونکي وايي چې ددغو عکسونو اخستو موخه،د کډوالو د ژوندانه عکاسي کول او په رواني توگه د ماشومانو پياوړي کول دى.

مصطفى سالک دغه نندارتون ته ورغلى او په هغه ځای کې یې دا راپور چمتو کړی دی.