په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

جلالي: خلکو ولسمشریزو ټاکنو ته هڅولی یم

د افغانستان د کورنیو چارو یو پخوانی وزیر او د راتلونکو ولسمشریزو ټاکنو لپاره احتمالي کاندید علي احمد جلالي وايي، د ولسمشرۍ د ۲۰۱۴ کال په ټاکنو کې به له یوې پیاوړي کاري ډلې سره برخه واخلي.

ښاغلي جلالي وايي، داسې اټکل شته، چې یو شمیر لوړ پوړي چارواکي دمخدره توکو په قاچاق د پردې ترشاه لاس لري.

دغه پخوانی افغان چارواکی وايی، اوسمهال د افغانستان لپاره فدرالي نظام کارنده نه دی خو په راتلونکې کې له مرکز نه ولایتونو ته د قدرت د ویش پلوی کوي.

ښاغلی جلالي د افغانستان د ولسمشرۍ په تیرو ټاکنو کې هم احتمالي کاندید و خو د ناڅرګنده دلایلو له امله وروسته له خپلې نوماندۍ په شا شو.

علي احمد جلالي به کابل کې زموږ له همکار سره ځانګړې مرکه کړې او په سر کې ښاغلی جلالي د راتلونکې ولسمشرۍ ټاکنو ته د خپلې نوماندۍ په دلایلو غږیږي.