په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

کابل کې د طالبانو بريد پاى ته ورسيد

چارواکي وايي چې په پلازمینه کابل کې د طالبانو تنظیم شویو بریدونو سلسله پاي ته ورسېده.

د کورنیو چارو وزارت وايي چې درې ملکي وګړي وژل شوي او د ملي پوځ، پولیسو او ملي امنیت ځواکونو اته سرتېري وژل شوي. ټپیان شاوخوا څلوېښت کسان دي.

بريدگرو په لوگر، پکتيا او ننگرهار ولسواليو کې هم بريدونه ترسره کړي دي.