په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

ستاسې غږ: د نوي ولسي پوليسو اړتيا او اهميت

د افغانستان د کورنيو چاررو په وزارت کې د ولس او پوليسو ترمنځ د نژدې اړيکو په هدف د ولسي پوليسو يو نوى سکرتريت پرانېستل شوى دى چې د چارواکو په وينا ټولو ولسواليو ته به يې څانگې غځول کيږي.

د ستاسې غږ په دې ګڼه کې په دې خبرې وشوې چې تاسې د حکومت دې گام ته څنگه گورئ؟

ايا د دې اړتيا وه؟ او دا گام د افغانستان په امنيتي ځواک د خلکو باور کې څومره مرسته کولى شي؟

اوریدونکو خپلې پوښتنې او نظرونه د پروګرام میمله د افغانستان د پولیسو پخواني افسر سیال شينواري سره شریکې کړې.