په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

افغانستان کې سېلابونو ۲۲ کسان وژلي

د تيرې ورځې د نيزونو او سيلابونو له کبله د افغانستان په بيلابيلو برخو کې دوه ويشت کسان وژل شوي دي.

له طبيعي پيښو سره د مبارزې افغانه اداره وايي چې نيزونو تر پنځو سوو ډيرو کورنيو ته زيان اړولى او تر زرو جريبو ډيره ځمکه يې لاهو کړې ده.

په کابل کې زموږ همکار مصطفى سالک د طبيعي پښو د مبازرزي د ادارې له مشر دايم کاکړ سره مرکه کړې او په پيل کې يي ترې پوښتلي چې راوتلو نيزونو په کومو سيمو کې په کومه کچه د سر زيان اړولى دى.