په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

'زورواکان د ودونو مسوده بشپړېدو ته نه پرېږدي'

د افغانستان د عدليې وزارت وايي چې يو شمير زور واکان د ودونو د قانون د مسودې د بشړولو په لاره کې خنډ شوي دي.

دغه قانون چې لا هم د افغانستان د وزيرانو شورا او ملي شورا نه دى تصويب کړې منځپانگه يې د ودونو په برخه کې د ډيرو لگښتونو خلاف ده.

د عدليې وزير حبيب الله غالب په دې ترڅ کې پر يو شمير داسې داسې زرورواکانو تور لگوي چې د ودونو تر سره کيدو ته يې ستر ستر هوټلونه جوړ کړي دي.

ښاغلي غالب وايي دغه کسان له بيلابيلو لارو هڅه کوي چې دا مسوده د قانون بڼه غوره نه کړي.