په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

زلمی رسول: له امریکا سره تړون زموږ په ګټه دی

د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر زلمی رسول نن د دې هېواد مشرانو جرګې ته د افغانستان او امریکا ترمنځ د اوږدمهاله تړون په اړه د معلوماتو ورکولو لپاره غوښتل شوی و.

د مشرانو جرگې غړو د تړون په اړه خپلې اندېښنې څرګندې کړې، خو ښاغلي زلمي رسول وویل چې د څو میاشتو بحثونو په ترڅ کې یې غوښتل د تړون موادو ته د افغانستان په ګټه بدلون ورکړي.

ددې ترڅنګ هغه ژمنه وکړه چې کله دا تړون د افغانستان او امریکا د ولسمشرانو له خوا لاسلیک شي، د تصویب لپاره به ملي شورا ته سپارل کېږي.

د ملي شورا ډېرو غړو د دې تړون په ملاتړ سره هغه د افغانستان په ګټه وباله.

د زلمي رسول په وینا، په پخواني سند کې ویل شوي وو چې د سند هر لوری کولای شي هغه فسخ کړي، خو په اوسني سند کې د فسخې لپاره د د واړو لوریو هوکړه بنسټيز شرط ګڼل شوى.