په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

د افغانستان لپاره د ستراتيژيکو اړيکو تړون څومره ارزښت لري؟

د افغان او امريکايي چارواکو تر ۱۸ مياشتينيو خبرو اترو وروسته د دواړو هيوادونو تر منځ د اوږد مهالو ستراتيژيکو اړيکو د تړون مسوده لاسليکيدو ته چمتو شوه.

افغان چارواکي وايي چې په دغه هيواد کې د امريکا د اوږد مهالو اډو خبره د دغه سند له منځپانگې څخه نه ده.

په پام کې ده چې د افغانستان او امريکا ولسمشران دا تړون د شيکاگو تر غونډې مخکې لاسليک کړي.

دا چې امريکا او ناټو به د خپلو ځواکونو له ايستلو وروسته څومره مالي ملاتړ برابروي په اړه يې توپيرونه لا سخت دي.

تيره اوونۍ افغان ولسمشر حامد کرزي پر امريکا غږ وکړ چې د افغان ځواکونو د پرمختګ لپاره د لږ تر لږه دوه ميليارډو ډالرو ورکړې ليکلې ژمنه وکړي.

همدا رنګه تيره اوونۍ د ناټو د بهرنيو چارو وزيرانو په غونډه کې، امريکا له نورو هيوادونو په کال کې د شاوخوا پو ميليارډو ډالرو لګښت ورکولو غوښتنه کوله.

دا تړون د افغانستان لپاره څومره ارزښت لري؟ په امريکا کې میشت افغان څيړونکی نبي مصداق يې واضح کوي.