په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

درې اړخيزو خبرو له تور لسته د طالبانو پر ايستلو سلا وکړه

د انځور حقوق b
Image caption درې واړو هيوادونو په شپږم ځل سره ليدل او پر گډو مسايلو يې خبرې کولې

په اسلام اباد کې د پاکستان، افغانستان او متحدو ايالاتو ترمنځ د درې اړخيزو خبرو اترو په شپږمه غونډه کې سلا وشوه چې درې واړه د ملگرو ملتونو د امنيت شورا له تور لسته د طالبانو د نوم ليرې کولو لپاره کار وکړي.

د افغانستان د بهرنيو چارو د وزارت وياند جانان موسى زي په اسلام اباد کې زموږ له همکار طاهر خان سره په مرکه کې وويل چې درو واړو هيوادونو د هغو طالب مشرانو لپاره د خوندې لار په ورکړه هم هوکړه وکړه چې د سولې لپاره خبرو ته چمتو دي.

درې واړه هيوادونه د کاري گروپونو په جوړولو هم سلا شوي دي.

پاکستاني غاړه وايي د دوى لپاره په افغانستان کې سوله مهمه ده.

د افغانستان او پاکستان لپاره د متحدو ايالاتو د ولسمشر ځانگړي استازي هم د افغان سولې لپاره د پاکستان ونډه مهمه وبلله.

د افغانستان د بهرنيو چارو د وزارت مرستيال جاويد لودين وويل د سولې د بهير برياليتوب ته د افغانستان او پاکستان دواړو لپاره مهم گامونه او ننگونې شته.