په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

اقتصادي وده څه شی ده؟

نړيوال بانک چې له افغانستان سره د لويو مرستندويانو په کتار کې راځي وايي له دغه هېواد سره به خپلو مرستو ته دوام ورکړي.

د نړيوال بانک د نوې ستراتيژۍ له مخې به دغه بانک په راتلونکو دريو کلونو کې، هر کال افغانستان ته ۱۵۰ ميليونه ډالره وړيا مرسته ورکوي.

ټاکل شوې دغه پيسې د ښې حکومتولی او ادارې جوړلو، هرې سيمې ته د برابرو خدمتونو د رسولو او د کاري فرصتونو د موندلو په برخو کې ولګېږي.

په همدې پلمه سعيدې محمود په لندن کې د اقتصادي چارو له کارپوه وحيد نوشير سره مرکه کړې او ترې پوښتلې يې دي چې اقتصادي وده يعنې څه؟