په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

افغانستان د ځنګل ساتنې پر لارو چارو غږېږي

د افغانستان په کونړ ولايت کې د ځنگلونو د خونديتوب په موخه جوړ شوى لس ورځنې ورکشاپ پاى ته ورسېد.

دغه ورکشاپ چې د امريکا د نړيوالې پرمختيايي ادارې په مالي لگښت جوړ شوى و،په ترڅ کې د ځنگکلونو د گټو او د هغو د وهلو د ناوړه پايلو په اړه گډونوالو ته معلومات ورکړل شول.

کرنيزو کارپوهانو وويل که ځنگلونه ووهل شي، پر چاپېريال ناوړه اغېز کوي، نيزونه ځمکې وړي او د سيمو ښکلا هم زيانمنوي.

په کابل کې زموږ همکار مصطفى سالک په همدې پلمې د افغانستان د کرنې وزارت د ځنگلونو د برخې له مشر مير امان الدين امانيار سره مرکه کړې او په پيل کې يې پوښتلى دى چې افغانستان درې لسيزې مخکې په کومه کچه ځنگلونه لرل.