په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

"روانې ناخوالې د کمونستانو د کودتا له امله دي"

مجاهدين د ثور کودتا د روانو ناخوالو زيږنده گڼي د ډيرو په اند د ثور اومه او اتمه افغانستان کې د روانو بدلونونو او نا اراميو اساسي لا مل گڼل کيږي .

خو د ثور د اتمي نيټې پلويان ، مجاهدين ، په داسې حال کې چې خپلې تېروتنې هم مني تر ډيره حده هېواد کې د تېرو نژدې ٣٥ کلونو نا کراريو او ناخوالو مور د ثور اومه او ورپسې بهر نۍ لاس وهنه گڼي.

همدا راز دوى وايي که د ډاکتر نجيب اله د حکو مت له ماتيدو وروسته په افغانستان کې د يوې بې پرې ادارې د رامنځ ته کولو په موخه د بينان سيوان د طرحې ملاتړ شوى واى يا هم د بينان سيوان او محمود مېستري پلانونه نه واى له مېنځه وړل شوي نو ښايي اوس به په افغانستان دغه روانه وضع حاکمه نه وه .

دوى اوس هم روانې وضع څخه د وتلو غوره لار د يوه خپلواک کميسيون تر څارنې لاندې منصفانه ټاکنې گڼي .

د ځانگړو مرکو په لړ کې د مجاهدينو په استازيتوب د حز ب اسلامي له يوه مشر قريب الرحمن سعيد سره هم د تيرو درې نيمو لسيزو په پرمختياو اوږده مرکه کړې، په سر کې شير اغا کريمي ترې پوښتلې چې دوى د دغو نژدې ٣٥ کلونو پېښو څخه کوم درسونه اخيستي ؟