په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

ولسمشريزو ټاکنو کې د احتمالي درغليو اندېښنه

د افغان حکومت ددو مخالفو سیاسي ډلو، د افغانستان ملي جبهې او ملي ايتلاف، د افغان حکومت د ولسمشری د ټاکنو د دریم پړاو د ترسره کېدو لپاره خپلې غوښتنې مطرح کړې.

دغه ډ لې په ټاکلي وخت د ولسمشرۍ د ټاکنو په ترسره کېدو ټینګار کوي، خو وايي، که د قانون له مخې د ټاکنو وخت راد مخه کیږي، نو دوی د ولسمشر حامدکرزي د استعفاء هرکلی کوي.

د ټاکنو د قانون سمونه، د رای اچوونکو د فهرست برابرول، او همداراز د نړیوالو بنسټونو په همکاری د ټاکنو د بهیر مدیریت د دوی له نورو وړانديزونو څخه شمېرل کیږي.