په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

"افغان وضعيت سمول بنيادي حرکت غواړي"

افغان سياستوال او د ليږد بهير مسوول ډاکټر اشرف غني احمدزي په کونړ کې د خبرو پر وخت وويل چې په افغانستان کې د حالاتو سمولو ته بنسټيز فکر او خوځښت پکار دى.

ډاکټر اشرف غني احمدزي پر چارواکو نيوکه وکړه چې ولايتونو ته ډير سفر نه کوي او له خلکو سره د خبرو پر ځاى بهرنيو هيوادونو ته د تفريح لپاره ځي.

ښاغلي احمدزي خبردارى ورکړ چې بهرنۍ مرستې به تل نه وي او ويې ويل، پردى کټ تر نيمو شپو وي.

ډاکټر اشرف غني احمدزي په اسداباد کې له ورځپاڼه ليکوونکو سره خبرې کولې، زموږ همکار نعمت الله کرياب هم ورسره و چې دا ويديو يې ثبت کړې ده.