په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

د کندهار د بدن د ښکلا اتل لپاره سيالۍ

د ۲۰۱۲ کال د کندهار د بدن د ښکلا اتل لپاره سیالۍ تر سره شوې.

کندهار کې دغه سیالۍ د لسګونو د بدن ښکلا د لوبغاړو په ګډون د دغه ولایت په احمد شاهي لوبغالي کې تر سره شوې چی سلګونه ځوانان یی نندارې ته ورغلي وو.

په کندهار کې څه باندې ۳۰ د بدن ښکلا کلپونو شته.

د کندهار یو شمېر د بدن ښکلا ځوانو لوبغاړو د افغانستان برسیر په یو شمېر اسیایي سیالیو کې هم برخه اخیستې.