په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

جهادي ژورناليست ولسمل: د ثور اتمه د اوومې هومر کرغېړنه ده

د شوروي ځواکونو د شتوالې په کلونو کې تبليغاتي جگړې د نن خلاف، جهادي ډلو ته دومره ارزښت نه درلود، يا يې لږ تر لږه په لومړي سر کې نه درلود.

خو له دې سره سره هم خپلواکو ژورنالستانو، عکاسانو او فلم جوړوونکو د ورځې پېښې ثبتولې او خپلو مخاطبانو ته رسولې.

په هغو لومړيو مطبوعاتيانو کې چې د جگړې پر تبليغاتي خوا يې ټينگار کاوه، يو هم محمد حسن ولسمل و چې د خلقي نظام تر زندان وروسته يې، د مطبوعاتو اوږده تجربه پېښور ته له ځانه سره يوړه.

له ښاغلي ولسمل څخه مو د ثور د اوومې او اتمې په پلمه په يوه ځانگړې مرکه کې پوښتلي چې د کابل د تبليغاتو پر وړاندې چې روسي سلاکارانو سمبالول، د ها بلې خوا تکيه پر چا وه؟