په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

نړۍ د اسامه د مړينې يو کال وروسته

د القاعده شبکې پخوانی مشر اسامه بن لادن تېرکال په همدې ورځ یعنې د می په دوهمه په پاکستان کې ووژل شو.

د هغه له وژل کیدو یو کال وروسته پاکستاني چارواکي وايي اسامه د دوی د معلوماتو پر بنسټ په نښه شو.

د اسامه بن لادن مړینې پر القاعده ډلې، په افغانستان کې پر جګړې او نړیوال امنیت څه اغیز کړی؟

ابراهیم امیري دا موضوع له کارپوهانو سره څیړلې او دغه راپور یې پرې چمتو کړی دی.