په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

"له تاوتریخوالي لاس واخلﺉ چې بهرنیان لاړ شي"

ولسمشر کرزى وايي چې تر ستراتيژيک تړون لاسليک وروسته افغانستان د امريکا په يو اصلي متحد بدل شوى او د هغه ټول امتيازات به تر لاسه کوي چې د امريکا متحدان يي لري.

ولسمشر کرزي زياته کړه چې له مرکزي حکومته ملاتړ د تړون هم يوه برخه ده.

افغان ولسمشر حامد کرزي چې له امریکا سره د ستراتیژیکو اړیکو تړون تر لاسلیکولو وروسته یې د دې تړون د جزییاتو په اړه په لومړي ځل خبریالانو ته خبرې کولې وویل د بهرنیو ځواکونو د وتلو زمینه یې داسې برابره کړې چې د افغانستان ګټې او له هېواد سره یې مرستې په پام کې نیول شوي دي.