په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

د افغانستان په ۳ ولایتونو کې سرشمېرنه پیل شوې

د افغانستان د سرشمېرنې مرکزي ادارې د افغانستان په دریو ولایتونو کې د خلکو د اقتصادي او ټولنیز حالت د معلومولو په موخه سرشمېرنه پیل کړې ده.

د دغې ادارې مشر وايي، اوس مهال يي په بامیانو ولایت کې دغه سروې پای ته رسولې او ټاکل شوې، چې به ډایکندي او غور ولایتونو کې هم یاده سروې وشي.

زموږ همکارې ماریا صدیقي په همدې اړه د افغانسان د سرشمېرنې د مرکزي ادراې له مشر عبدالرحمن غفوري سره مرکه کړې، چې نوموړي په سرکې د دغې سرشمېرنې په اړه معلومات ورکوي.