په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

کندهاري زندانيانو د نه خوړو اعتصاب پاى ته ورساوۀ

د کندهار په زندان کې زندانيانو د نه خوړو درې وروځنى اعتصاب پاى ته ورساوۀ.

له دوى سره چارواکو ژمنه وکړه چې د ستونزو په هواري به يې کار کوي.

د زندانيانو د ستونزو د اوريدا لپاره د مشرانو په جرگه کې د کندهار استازى بسم الله افغانمل هم و چې زموږ له همکار ايمل پسرلي سره يې خبرې کړي دي.

سناتور افغانمل لومړى د زندانيانو پر وضعيت خبرې کوي او وايي حالت يې ډير خراب و