امریکا بهر ته له چین د حقوقي مبارز د تګ اجازې بیړه غواړي

امريکا وايي هيله يې داده چې چين يوه حقوقي مبارز - چېن گوانگ چېنگ ته بهر ته د تگ د اجازې په ورکولو کې بيړه وکړي.

د امريکا د بهرنيو چارو وزيرې هيلري کلېنټن چې په بيجېنگ کې ده، د چين له خوا ښاغلي چېن ته په بهر کې د زده کړو د وړانديز هرکلى کړی دى.