په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

د پاکستان د برېښنا بحران

پاکستان د برېښنا لوى بحران کې راگېر دى.

د هېواد د فابريکو مالکان وايي د برېښنا د پرله پسې قطع کيدو له کبله ډېرو خلکو خپل کاروبارونه تړلي دي.

عادي خلک د انرژۍ د لوړو بيو او پرله پسې خنډ پر ضد احتجاجونه کوي.

دا په داسې حال کې ده چې د خېبر پښتونخوا په گډون په دغه هيواد کې د انرژۍ نوې زيرمې موندل شوي دي.

محمد زاهد په دې رپورټ کې د پاکستان د انرژۍ وسايلو او ور پېښو ننگونو ته کتنه کړې ده.