په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

طالبانو له پاکستانه د م. ياسر په باب معلومات غوښتي

د افغانستان د طالبانو غورځنگ د پاکستاني حکومت نه غوښتي چې د طالبانو د يوه مشر محمد ياسر په اړه ورته معلومات ورکړي.

د طالبانو په وينا ويل کيږي محمد ياسر د پاکستان په توقيف کې مړ شوى دى.

محمد ياسر له څو کالو راهيسې په پاکستان کې بندي دى خو حکومت ېې هيڅ کله هم نيونه نه ده تايد کړې.

که څه هم د نوموړي د مړ ژوندي په اړه تر دې دمه په غوڅه توگه څه نه دي ويل شوي خو تر دې وړاندې د طالبانو يو بل جگپوړى غړى مولوي عبيدالله په ورته توقيف کې مړ شوى وو.

هغه وخت هم طالبانو پاکستان نه د سپيناوي غوښتنه کړې وه خو په ظاهره يې څه نتيجه نه وه ورکړې.

عنايت الحق ياسيني په پېښور کې د چارو له شنونکي رحيم الله يوسفزي نه وپوښتل چې ايا حکومت تر دې دمه د ښاغلي ياسر په اړه څه ويلي دي؟