په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

اقتصاد د اوباما د کمپاين لومړنى ټکى شو

ولسمشر اوباما د نومبر د مياشتې د ولسمشرۍ د ټاکنو لپاره خپل کمپاين د اوهايو له ايالت نه پيل کړ.

د دغه ايالت رايې د ولسمشرۍ په سياليو کې خورا مهمې گڼل کيږي .

ښاغلي اوباما د خپلو پلويانو يوې ډلې ته د وينا پر مهال وويل ، د امريکا د متحدو ايالاتو اقتصاد د ده تر مشر تابه لاندې اوس له سوړ بازارۍ نه د وتو په حال کې د ى، او بايد پرې نه ښودل شي چې بېرته د سوړ بازارۍ په لور لاړشي.

ده په خپل سيال د جمهورې پلوي گوند په کانديد ميت رامني نيوکه وکړه چې غواړي دغه لاس ته راوړنې په شا وگرځوي .

ولسمشر اوباما له اوهايو وروسته د وېرجېنيا په ايالت کې خپلو پلويانو ته وينا کوي.

د نبراسکا په پوهنتون کې د افغانستان د مطالعاتو د څانګې غړی شېر جان احمدزی د اوباما د کمپاين پيل داسې ارزوي.