په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

پاکستان له امريکا د ظواهري پته غواړي

اسلام اباد کې د بهرنيو چارو وزيرې حنا رباني کهر د خپلې امريکايي سيالې هيلرې کلنټن د هغې خبرې په ځواب کې چې ويل يې د القاعدې اوسنى مشر ايمن الظواهري په پاکستان کې دى معلومات غوښتي دي.

ميرمن کهر وويل امريکا دې د القاعدې د دغه مشر په باب خپل معلومات له دوى سره شريک کړي چې په هغه پسې دوى ورشي.

هيلري کلنټن په هند کې د خبرو پر وخت ويلي و چې د القاعدې مشران په پاکستان کې دي.

په يوه بله پرمختيا کې د پاکستان د دفاع وزير وايي چې په افغانستان کې د ناټو ځواکونو ته د سامان الاتو د ليږد چاره د اسلام اباد له نړيوالو مسووليتونو سره سمه ده او که يې ونه کړي نو له بنديزونو سره ښايي مخامخ شي.