په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

د ايران سفير د بهرنيو چارو وزارت ته ورغوښتل شوى و

افغان چارواکي وايي د ايران سفير ابوالفضل ظهره وند يې ورغوښتى و چې له امريکا سره يې د افغانستان د ستراتيژيک تړون په اړه د وروستيو څرگندونو په اړه معلومات ورکړي.

بي بي سي ته رسېدلي معلومات وايي چې ښاغلي ظهره وند له ورتگ څخه ډډه کړې ده.

د ښاغلي ظهره وند له خولې ويل شوي وو چې د مشرانو جرگې رييس فضل هادي مسلميار ته يې ويلي و چې که له امريکا سره دا تړون لاسليک شي ايران به غبرگون وښي.

په دې اړه نور معلومات د ولسمشر کرزي وياند ايمل فيضي په مرکه کې: