په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

سږکال د اپینو بیه دوه برابره لوړه شوې

د افغانستان د مخدره توکو پرضد د مبارزې وزارت وايي، د تیرو دوو کلونو په پرتله سږ کال د اپينو بیه دوه برابره لوړه شوې ده.

د دغه وزارت چارواکي وايي، د کوکنارو د کښت کموالی او د کوکنارو کروندو له منځه وړل هغه لاملونه دي، چې د اپينو بیې لوړې کړي دي.

د وزارت په وینا، ښایي د اپينو دبیو ختل بزګر وهڅوي، چې په راتلونکې کې د کوکنارو کښت ته لا ډیره مخه کړي.

وزرات وايي سږ کال یې شاوخوا نهه زره هکتاره ځمکه د افغانستان په بېلابېلو ولایتونو د کوکنارو له کښت پاکه کړې خو بیا هم په یو شمېر ولایتونو او ناامن سیمو کوکنار ولاړ دي.

په کابل کې زموږ همکار حفیظ الله معروف د اوونۍ په ځانګړې مرکه کې د مخدره توکو پرضد د مبارزې له مرستیال وزیر انجنیر محمد ابراهیم ازهر سره خبرې کړي او په سر کې ښاغلی ازهر د اپنیو د بیو دلوړیدا په لاملونو خبرې کوي.