د جاپان د ګاډو تولید بېرته ښه شوی

په جاپان کې د خرڅلا شمېرې ښيي د موټرو تولیدات چې د تېر کال سونامي له امله زیانمن شوي وو، بېرته ښه شوي دي.

د جاپان د موټرو ستره کمپنۍ ټویوټا وايي د تېر کال په لومړۍ ربع کې د دوی ګټه څلور برابره ډېره شوې ده، که څه هم کلنۍ ګټه لا هم ټیټه ده.

تېره میاشت هونډا ویلي وو، چې د کال په یوه ربع کې یې ګټه شپېته سلنه ډېره شوې ده.

ټاکل شوې چې د نیسان کمپنۍ هم د خپلو تولیداتو پایله د جمعې په ورځ اعلان کړي.