په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

ستاسې غږ: ستراتيژيک تړون د افغانانو انديښنې کمولى شي؟

ولسمشر اوباما له خپل افغان سيال حامد کرزي سره د ستراتيژيکو اړيکو اوږد مهالى تړون لاسليک کړ.

کابل کې د دغه تړون د لاسليک په مهال ولسمشر اوباما يو وارې بيا افغانانو ته ډاډ ورکړ چې د دې تړون مانا دا ده چې متحد ايالات او ملگري به يې له ٢٠١٤ کاله وروسته افغانان او افغان حکو مت ځان ته نه پريږدي.

د دې اوونۍ ستاسې غږ پروګرام کې په دې موضوع خبرې وشوې چې ستراتيژيک تړون تر کومه حده د افغانانو انديښنې کمولى شي؟