په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

چې خداى يې ساتي نه وايې د چا زوى يې

د چين په وينچوښار کې يو کس له روان موټر څخه ټوپ کړ چې خپله څلور کلنه لور له همدې گاډي نه غورځېدلې وه وژغوري.

په يوې خپرې شوې ويډيو کې ښکاري چې دغه ماشوم د موټر له مخکې دروازې څخه په سړک لويږي او په ډيره کم واټن کې د موټر شاتني گاړي څخه بچ کېږي.

هغه ټيکسي چې دوي پسې روانه وه وتوانېده چې په وخت سره برېک ونيسي.

دغه گاډى چې چلوونکى يې خپلې لور پسې ښکته شوى و څو شېبې وروسته د يوې ونې سره ولگېد.

دغۀ کس وويل کله چې يې موټر چلاوۀ نو لور يې په ورو ورو د شاته چوکۍ نه مخکې چوکۍ ته راغله او ناڅاپه يې دروازه خلاصه کړه.